WELCOME TO HAYAT ABAD

Poetry

Home | My Youtube | Mobile Softwares | My Pictures | Poetry | Qaldara | Islam | Contact Me | Ringtones | Music
butterflybarorig.gif
 بسم الله الرحمن الرحيم
butterflybarorig.gif

hothak.gif

butterflybarorig.gif

پښتانۀ

اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي. افغانه د يرميا زوي او د ساول نمسي وۀ. ساول د عيسي عليه السلام نه پنځه د پاس زر کال (1005) وړنبي د حضرت سليمان عليه السلام سالار وۀ. دوئي وائي چه د عيسي عليه السلام نه شپږ سوه کال وړنبي ځمونږ پلار نيکۀ د کنعان نه ايران ته راغلل او دې ځاې نه رو رو د هرات د نمرخاتۀ طرف ته د غور په غرونو کښ آباد شول. دلته به ورته خلقو بني افغان يا بني اسرائيل ويل.

د حضرت سليمان عليه السلام د زمانې نه يو نيم زر کال پس ځونږ پېغمبر حضرت محمد مصطفي صلعم په عربو کښ ښکاره شۀ او د نبوت اعلان ئي وکړ. د نبوت په نهم کال د عربو يو سردار خالد بن وليد اسلام لاوړ. دې سردار د غور پښتنو ته يوه چيټئي ولېږله او د پيغمبر آخر زمان صلعم زيرې ئې ورباند وکړ. د چيټئي رسيدو سره د غور پښتنو د مشرانو يوه ډله تحقيق د پاره عربو ته ولېږله. د دغې ډلې د سردار نوم قيس وۀ. دلته چه راورسيدل نو ټول د حضرت خالد بن وليد په وينا باندې مسلمانان شول. دا قيس نوم سردار چې د پښتنو د ډلې مشر وۀ، د ساول په اوۀ ديرشمه (37) پوړئي کښ نمسې وۀ. دۀ ته خالد بابا خپله لور ورکړه. پيغمبر صلعم دې پښتنو ته دعا وکړه او قيس نه ئي عبراني نامه لرې کړه او اسلامي نوم عبدالرشيد ئې پر کيښود. دوئي چه څه وخت راروانېدل نو په ډير عزت ئي رارخصت کړل. او د پښنتو قام ته ئې د ((فتان)) خطاب ورکړ، چه بيا وروسته د خلقو په خولې کښيوت او د دې ملک ژبه هم لواړه وه نو د ((فتان)) نه ((پټان)) جوړ شو. فتان په اسيريا ژبه کښ سګاونړ ته وائي يعني لکه څنګه چه بيړئي په سنګاونړ چلېږي، دغه سې به دا پټان قام د اسلام بېړئي وچلوي.

پټان عبدالرشيد چه د خپلو ملګرو سره خپل وطن غور ته راغې نو په يو څو کال کښ قريب قريب ټول خلق مسلمانان شول. چه په کښ ډير وليان، زبرګان او د مرتبو خاوندان وختل. د دۀ د دې بي بي يعني د خالد بابا د لور نه درې زامن وشول. د مشر نوم سربون او د مينځني بيټان او د دريم غرغشت وۀ. وائي چه د دې قيس يا عبدالرشيد بابا د دې دريو زامنو د اولاد نه څلور سوه قامونه يعني خيلونه جوړ شوي دي. د پيښور نه تر قندهار پورې پښتانه يعني دراني، ترين، شيراني، او کهيتران د سربون د دوه زامنو اولاد دي. يوسف زي، محمد زي، مهمند، او داؤدزي وغيره د بيټان اولاد دي. غلزي، لودهي، او سوري هم د بيټان د لور د طرف نه اولاد دي. د قيس د دريم زوي يعني غرغشت درې زامن وؤ او کاکړ، وزير، شيتک، توري، خټک او اپريدي وغيره د دغې دريو اولاد دي.

دا چه ما څه وليکل په ځان د پښتنو د خيال ټکي دي. يعني هغوئي دغه سې وائي او دا ئې خيال دې. ليکن ډاکټر بيلوز او نور مورخان ليکي چه د اسلام نه پخوا د سرحدي صوبې او د ګير چاپير علاقې پښتانه قامونه د يو پکټيان نوم آريه قوم اولاد دي چه د بدها په دين ؤو او ژبه ئې ((پکتو)) وه. د دوئي څلور شاخونه دي، اپريټي (افريدي)، سترګېدي (خټک)، داديکي (دادي) او ګندهاري (قندهاري) چه په سپين غرۀ کښ، سليمان غره کښ، د اباسيند په کندو کښ، او د کابل د سيند قطب ډډي ته، د پيښور په کنده، او د دې نه د قطب اړخ په غرونو کښ آباد ؤو.

مشهور تاريخ ليکونکښې هيروډوټس ليکلي دي چې د عيسي عليه السلام نه درې سوه اوۀ کال وړنبې چه سلطان سکندر په هندوستان باندې حمله وکړه نو دلته هم دا پکټيان نوم قام موجود وۀ.

د عيسي عليه السلام په اتمه صدي کښ دې اصلي پښتنو د عربو د خليفګانو جنډې لاندې د دين ښورولو په جوش کښ غور او قندهار طرف ته کوچ وکړ او دلته ئې د بود مزهب ګندهاري قام سره مقابله وشوه. پښتانه ډير لږ ؤو نو د هغوئي ئې څه ونۀ کړې شول او پخپله ئې هم د هغو ژبه يعني پښتو راواخسته. او د هغو نه ئې ودونه کوژدنې وکړې او آخر ئې هغوئي ټول په اسلام مشرف کړل. په دې شان د پښتنو اصلي قام چه په کښ د يهوديانو، ايرانيانو او د عربو وينه هم ګډه شوي وه، د ګندهاري قام سره ګډګا ډيره شوه. يوسف زي، مهمند، ګيګياني، ترکلانړي، داؤدزي، خليل، محمد زي، او شنواري وغيره هم د دې ګندهاريانو اولاد دي.

د عيسي عليه السلام په لسمه صدې کښ يعني 1000ء کښ سبکتګين په هندوستان حمله وکړه. او دا وړنبي ځل وه چه د پکټيان قام په علاقو کښ د ترکي نسل قامونه هغه ځان سره راوستل.

د سبکتګين نه پس د ده زوئ محمود غزنوي اپريدي، په اسلام مشرف کړل. هغه ځان سره يو غلزي نوم ترکي نسل راوست چه ډير جنګيالي قام وۀ. هغو جلال آباد او قلات غلزي فتح کړل او نمرخاته غر پريواتۀ ته ښواړۀ شول. محمود غزنوي ځان سره يو بل کوهستاني قام هم راوستې وۀ. چه هغو ته رهيلي وائي. دا قام په هغه ټولو علاقو کښ ښور شۀ چه کومې فتح شوي وي. د اوده په ضلع کښ روهېلکنډ نوم ښهر هم د ده په نامه باندې نومړي دې.

په 1200ء کښ د غور د پښتنو لاس ته بيا بادشاهي راغله او هغوئي په هندوستان حمله وکړه او د پکټيان ټول پاتې شوي قامونه ئې مسلمانان کړل. او هغو سره ئې ودونه کوژدني وکړۀ راکړۀ وکړل. په دې شان سره ټول پټان قام مسلمان شۀ. او بيا د پښتون قام په ډيره مړانه سره په هندوستان وروخوت. او په دنيا کښ ئې د اسلام جنډه اوچته کړه او ځان ئې د خپل پيغمبر صلعم د خطاب (پټان) اهل ثابت کړ او د هغه په مبارکه ګفته باندې ئې د تصديق مهر ولګاوۀ.

د سرحد او د غيرو علاقو پښتانۀ د هر چا اولاد چې وي، ليکن کوم خدمتونه چه دوئ د پيغمبر صلعم د دين ښورولو کښ کړې دې، هغه لکه د نمر ښکاره دې. او تر قيامت به په دنيا کښ يادېږي. د دې دروند قام هر يو سړې که په خپلو قومي خدمتونو باندې هر څومره غاوره شي، نو په ځائ دې. او چې د کوم قام د مشرانو د خدمت او د همت دایې روايتونه وي، نو هغه هيچرې نه شي ورکېدئ.

يه پښتون ستا په مور د لا رحمت شي چه داسې زوئ ئې راوړي دي.

اسلام په راستې وۀ پر روان شوي.

اسلام غريب وۀ تا ئې غريبه ورځ قبوله کړه.

اسلام بې آسرې وۀ تا ئې ملګرتيا وکړه.

ظالمانو په تا ظلم وکړ تا سونړ ونه کړ.

غټو غټو مغرورو او متکبرانو ته ستا سر ټيټ نۀ شۀ، او آخر دې د توري نه تير کړل


دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده

butterflybarorig.gif
rahman.gif

رحمان  بابا  په  ( ١٠٤٢ )  هجري  کي  په  يوه  غريبه  کورنۍ  کي  زېږېدلئ  دئ، په  قوم  مهمند  او  د  پلار  نوم  يې  عبدالستار  دئ.  دی  په  ( بهادر  کلي )  کي  اوسېدئ.  عبدالرحمان  په  خپله  زمانه  کي  يو  صوفي  مشربه  سړی  وو.  ډېر  شعرونه  يې  ويلي  دي.   

    د  رحمان  بابا  شعرونه  د  خلکو  ډېر  خوښ  دي،  خلک  دده  په  شعرو  باندي  پالونه  اچوي. رحمان  بابا  په  ( ١١١٨ )  هجري  کي  مړ  سوئ  دئ.

    رحمان  بابا  د  دنيا  کارونه  نه  کول.  دی  به  تر  يوې  وني  لاندي  ناست  وو  او  شعرونه  به  يې  ويل  چي  د  هغه  کلي  خلک  تر  اوسه  پوري  هغې  وني  ته  د  قدر  په   سترګه  ګوري.

   د  رحمان  بابا  شعرونه  ډېر  ساده  او  اسانه  دي.  اخلاقي،  ديني،  اجتماعي  او  تصوفي  شعرونه  يې  ويلي  دي.  دده  د  شعرو  کتاب  د  ټولو  پښتنو  خوښ  دئ  او  په  لوړه  سترګه  ورته  ګوري.  د ده  د  شعر  نمونه  په  لاندي  ډول  ده:

چي  مـــــدام  د بـــــــل  و  عيبو  تـــــــه  نــــــظر  کړې

                                                          خــــدای  د  خپـــــله  عيبــــــــــــه  ولي  بې  خبر  کړې

کــــه  يــــــوه  جـــــــودانه  عيب  وينې  په  بل  کښي

                                                         هغه  يو  جودانه  عيب  به  يې  لـــــوی  غــــــر  کړې

کـــــــه  دي  خپـــــله  ګنـــــــاه  لــــــــويه  لکه  غر  وي

                                                         پـــــه  حيــــــله  حيـــــله  بـــــه  غــــر  د  مچ  وزر  کړې

که  څوک  تله  د  انصاف  په  لاس  کښي  در  کړي 

                                                         خـــــپل  ټــــــــټو  او  د  بــــــل  اس  بـــــــه  برابر  کړې

تــــو  لعنت  دي  پــــــــــــه  دا  هسي  مــــــنصفي  شه

                                                          چــــــي  د  حـــــقه  و  بـــــاطل  و  تــــــه  ګـــــــذر  کړې

تــــا  تـــــه  رب  د  مــــــلايــــــکو  مــــــقام  در  کــــــــړ

                                                          تــــا  دا  خپـــــــل  صـــــــورت  پخپله  ګاو  و  خر  کړ

که  دي  يــــو  وېښتـــــــه  د  ځان  د  پاسه  کوږ  شي

                                                        ځــــان  هغه  ســـــاعت  لــــــــه  خدايــــــــه  مرور  کړې

د  ځوانـــــۍ  عمــــــــر  دي  تېر  کړ  په  غفلت  کښي

                                                       پـــــه  پيري  کي  بــــه  څــــــــه  زېرمه  د  محشر  کړې

پـــه  پــــــيري  کښي  د  ځــــــــوانۍ  چاري  نه  ښايي

                                                       تــــه  پــــه  ورځ  د  عـــاشــــــــورې  به  څه  اختر  کړې

لــــکه  بــــېخ  د  زړې  ونــــــــي  چــــينجي  وخـــــوري

                                                       پــــه  دا  تــــېر  عمر  بــــــه  څه  ښاخ  و  ثمر  کــــــــړې

 دغـــــه  بــــاغ  بــه  دي  خلاص  نه  شي  له  خزانـــــــه

                                                       کـــه  چاپـــــېر  ور  ځني  ســـــــد  د  سکندر  کـــــــړې

و  بــــد خواوو  تــــه  هيڅ  څوک  نصيحت  نـــــــه  کا

رحمان  ستا  په  غم  شريک  دئ  که  بـــــــاور  کړې

butterflybarorig.gif

خــوشــال  خـــان

Khushal Khan Baba

کله  چي  مغلو  په  هند  کي  پاچاهي  کوله،  د  ملک  شهباز  په  کور  کي  يو  هلک  پيدا  شو ،  کال ٢ ١٠٢  هجري .   پر  دې  هلک  يې  خوشال  نوم  کښېښود.

    خوشال  د  کوچنيوالي  څخه  زړه ور  او  هوښيار  وو.  کله  به  چي  د  پلار  سره  په  مجلس  کي  ناست  وو د  مشرانو  او  خپل  پلار  خبرو  ته  به  يې  ښه  غوږ  نيوه او  په  خبرو  کي  به  يې  ډېر  فکر  کاوه.

    خوشال  خان  درې  وروڼه  درلوده.  خو  تر  ټولو  وروڼو  دی  هوښيار  او  پوه  وو.  خوشال  له  کوچنيوالي  څخه  ډېر  زړه ور  معلومېده. 

     د  خوشال  پوهه  او  هوښياري  ورځ  په  ورځ  زياتېده  په  شل کلني  کي  يې  ډېر  کتابونه  ولوستل  او  د  زياتي  پوهي  خاوند  سو.  په  شل  کلني  کي  يې  په  شعر  ويلو  شروع  وکړه.  شعرونه  يې  د  پښتونولۍ  د  احساساتو  ډک  دي.   

يوه  ورځ  ملک  شهباز  خان  خوشال  ته  وويل، خوشاله  زويه،  که  ته  د  خپل  کام په  مشرۍ   ومنل  شې  نو څه  به  وکړې؟           

 خوشال  ورته  وويل،  تر  څو  ژوندی  يم  د  کام  او  اولس  د  هوسايني  او  د  هيواد د  لوړوالي  د  پاره  به  خدمت  کوم.  دا  به  زما  د  پاره  د  خوښۍ  ځای  وي  چي  زه  خپل  اولس  ته  خدمت  وکړای  شم.

  کله  چي  خوشال  خان  د  کام  د  خوا  په  مشر ۍ  وټاکل  شو  د  هند  پاچا  اورنګزېب  ورته  وويل  ستا  پلار  زما  په  دربار  کي  ډېر  قدر  لري.  خو  پام  کوه  چي  پښتانه  د  مغلو  په  مقابل  کي  سر  در  څخه  پورته  نه  کړي.

     خوشال  خان  دده  وخبري  ته  غوږ  و  نه  نيوئ  او  پښتانه  يې  دمغلو  مقابلې  ته  ودرول.

 

     اورنګزېب  چي  ددې  کاره  خبر  شو  خوشال  خان  يې  بندي  کړ  او  د  هند  جېل  ته  يې  ولېږه.  خوشال  خان  په  هغه  جېل  کي  د  غيرته  ډک  شعرونه  وليکل.

    خوشال  خان  د  ٧٨  کالو  په  عمر  مړ  سو.  خو  نوم  يې  تل  ژوندی  دئ.

    د  خوشال  خان  شعرونه  خو  ډېر  دي  خو  دلته  به  يې  يو  شعر  ولولئ:

           چي  ښايست  لري  په  ستورو                    داسمـــــان  نــــــنداره  ګــــــــوره

           ددې  خپل  وجود  په  باغ  کي                    پــــــه  هـــــر  شان  ننداره  ګوره

           چـــــي  هر  ګل  وتـه  نظـر  کړې                   د  بـــــاغــــــــوان  ننــداره  ګوره

            راشـــــــه  وغــــــــــــړوه سـترګي                   د  جهـــــان  نـــنداره  ګـــــــــــوره

butterflybarorig.gif

khusalm.gif

butterflybarorig.gif
butterflybarorig.gif